دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهحیات الله حیات: افغانستان به هېڅکله بیا د ترهګرو په ځاله بدل...

حیات الله حیات: افغانستان به هېڅکله بیا د ترهګرو په ځاله بدل نشي

ویب ډیسک

د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات نن د ننګرهار ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په پار یاد ولایت ته سفر وکړ.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د دې سفر په لړ کې د ننګرهار ولایت له ملکي او نظامي مشرتابه سره هم وکتل او د دې ولایت د امنیتي ستونزو او ننګونو د څېړلو سربېره یې د هواري او لا پاملرنې ډاډ ورکړ.

ښاغلي حیات ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال د دې ولایت له بېلابېلو پوړونو سره د کتنې سربېره، په جلال‌اباد ښار کې د جمهوریت او ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو تر ملاتړ لاندې جوړه شوې ولسي غونډه کې هم ګډون وکړ او زیاته یې کړه، چې افغانستان به هېڅکله بیا د ترهګرو په ځاله بدل نشي او د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د لوېشت – لوېشت خاورې د ساتنې په پار هر ډول سرښندنې ته تابیا لري.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات د خپلو څرګندونو پر مهال زیاته کړه، چې د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه ورځ تر بلې د پیاوړتیا او ځواکمنتیا په حال کې دي او د دوښمن د هرې شومې هڅې د شنډولو توان لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه