پښتو جرنل
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سره د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مرستیال کتنه
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن مازدیګر افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینس سره وکتل.
په دغه کتنه چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې اغلې دیبورالاینس، امریکا متحدو ایالتونو ته د خپل نږدې راتلونکي سفر او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل وې ویل، موږ له افغانانو سره بشري مرستو او د اقتصادي او بانکي ستونزو د حل په برخه کې اسلامي امارت سره له نږدې همکاري وکړو.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مرستیال وویل، موږ هوډمن یو چې له بین المللي ټولنې په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو سره له نږدې همکاري او تفاهم ولرو.
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارو ته د امنیت په شمول لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او د دغه ارګان د مثبتو او ګټورو مشوره هرکلی کوي. دغه راز موږ له ملګرو ملتونو او بین المللي ټولنې غواړو چې د افغانستان نوی حکومت په ځانګړي ډول بانکي سیستم یې پیاوړی کړي، ترڅو له نړۍ سره زموږ همکاري زیاته شي.
د اسلامي امارت د ریاست الوزرا مرستیال وویل، زموږ لومړیتوب دادی چې د هر افغان فردي امنیت او وګړنیز حقوق تامین شي.
مولوي حنفي زیاته کړه، هیڅ ډلې ته د دې اجازه نه ورکوو چې د افغانستان له خاورې د نورو د امنیت پر ضد استعمال کړي. همدارنګه د نشه یي توکو د کرکېلې، پروسس او قاچاق مخنیوي کوو او له ملګرو ملتونو او بین المللي ټولنې غواړو چې په دې برخه کې افغان کروندګرو ته مناسب بدیلونه برابر کړي.
د دغې کتنې په پای کې اغلې دیبورا لاینس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان دفترونو د امنیت د خوندیتوب مننه وکړه.


