دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهتورخم او چمن کې د ولسونو ځورولو په غبرګون ولسي پاڅون کوو.

تورخم او چمن کې د ولسونو ځورولو په غبرګون ولسي پاڅون کوو.

ويب ډیسک

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د تورخم، چمن او انګور اډې دروازو کې د روان ظلم په غبرګون د چمن له ولسونو غوښتي څو د راتلونکې جمعې په ورځ ولسي لاریون کې پراخ ګډون وکړي.

پښتین په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د نومبر په ۱۱مه د پي‌ټي‌ام تر نظارت لاندې په چمن ښار کې به ولسي پاڅون وکړي.

په ورته‌مهال د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د پاکستان حکومت لخوا له افغان کډوالو سره ناسم چلند غندلی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو لپاره د ژوند ښه شرایطو برابرولو او د هغوی له حقونو څخه د دفاع لپاره جدي هڅه وکړي.

دغو غبرګونونو داسې وخت کې زور واخیست، چې د راپورونو له مخې د پاکستان حکومت د دغه هېواد په سند ایالت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال بندیان کړي او په ټولنیزو رسینو کې د یو افغانۍ مېرمنۍ سره د ناسم چلند ویډیو هم لاس په لاس کیږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه