ويب ډیسک
د ایران د تسنیم خبري اژانس عکاس او خبریال محمد حسین ولایتي د ت.البانو له زندانه خوشې شو.
تسنیم خبري اژانس د دغه خبر په تایید سره ویلي چې محمد حسین ولایتي تېره شپه کابل کې د ایران سفارت ته سپارل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان تېره شپه د ت.البان له زندانه د دغه عکاس د خوشې کولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو اعلان کړی ؤ او ویلي یې ؤ چې هیله لري په راتلونکو څو ساعتونو کې کابل کې د ایران سفارت ته وسپارل شي.
د يادونې وړ ده، چې دغه ايراني عکاس او خبریال شاوخوا لس ورځې وړاندې افغانستان ته په ناقانونه توګه داخل شوى ؤ او ايران ته د ستنېدو پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې د ت.البان لهخوا ونيول شو.
تر اوسه ت.البان د محمد حسین ولایتي د نیولو لامل نه دی په ډاګه کړی.
#Afghanistan #Iran


