یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهروسي واګنر مېلشو مشر یوګني پروګیوژین د الوتکې د رانسکوریدو لکبه ومړ

روسي واګنر مېلشو مشر یوګني پروګیوژین د الوتکې د رانسکوریدو لکبه ومړ

ويب ډیسک

روسي رسنیو خبر ورکړی چې د روسي واګنر مېلشو مشر یوګني پروګیوژین نوم د هغو کسانو په لیست کې شامل دی چې په یوه نسکوره شوې الوتکه کې سپاره ؤ.

د معلوماتو له مخې یاده الوتکه چې د مسکو او پیترسبورګ ترمنځ په توېر سیمه کې را پرېوتې، په کې ټولټال ۱۰ تنه سواره وو چې ۷ سورلۍ او ۳ د الوتکې خدمه بلل شوي دي.

واګنر ډلې ته منسوب ټیلیګرام چېنل کې ویل شوي چې یاده الوتکه د روسي دفاعي ځواک له لوري نسکوره شوې ده.

د یادونې وړ ده چې پروګیوژین د جون په میاشت کې د روسیه د دفاعي ځواکونو پر وړاندې وسله‌وال حرکت پيل کړی و چې بېرته یې خپل پوځونه ستانه کړل.

له بلې خوا پرون نړیوالو رسنیو د پروګیوژین یوه ویډیو خپره کړې وه چې نوموړي په کې ویلي ؤ، تمرکز یې پر افریقايي هېوادونو دی.

#Russia

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه