یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهیونیسف وایي، افغانستانکې چاېدودنکې توکي ډېر دي او د تلفاتو ۸۰ سلنه...

یونیسف وایي، افغانستانکې چاېدودنکې توکي ډېر دي او د تلفاتو ۸۰ سلنه یې ماشومان جوړوي.

ويب ډیسک

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې اداره (یونیسف) وایي، افغانستان نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی چې چاېدودنکې توکي په کې ډېر دي او د تلفاتو ۸۰ سلنه یې ماشومان جوړوي.

له دې وړاندې د سره صلیب نړیوالې ادارې ویلي ؤ چې یوازې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې، افغانستان کې د چاودېدونکو توکو او مهماتو د چاودنې ۴۵۰ پېښې ثبت شوې وې چې ۹۹۵ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.

د ت.البانو د ماین پاکي چارو د همغږۍ او انسجام ریاست د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ میلادي کال له پیله د چاېدونکو توکو د چاودنې ۱۱۳ پېښې رامنځته شوي چې ۸۸ تنه په کې وژل شوي او ۱۴۰ نور ټپيان شوي دي.

د شنونکو په وینا، افغانستان کې ماینونه زیاتره د شوروي جګړو او بیا وروسته جمهوري نظام سره د ت.البانو د جګړې پر وخت ځای پر ځای شوي دي.

#Afghanistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه