دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد روغتیا نړیوال سازمان وایي، افغانستان کې بېړنیو مرستو ته د اړمنو...

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، افغانستان کې بېړنیو مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر ۲۸.۸ میلیونو ته رسېدلی

ویب ډیسک

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، افغانستان کې بېړنیو مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر ۲۸.۸ میلیونو ته رسېدلی، چې دا شمېر د ۲۰۲۱ له اګست وړاندې ۱۸.۴ میلیونه ؤ.

یاد سازمان همدارنګه وایي، چې ۱۴ میلیونه افغانان روغتیايي مرستو ته اړتیا لري، چې له دې ډلې ۷.۵ میلیونه ماشومان او ۳.۱ میلیونه ښځې دي.

د نوموړي سازمان د راپور له مخې افغانستان له وچکالۍ او طبیعي پېښو وروسته اوس له بشري بحران سره مخ دی او میلیونونه خلک روغتیایي خدمتونو او خوړو ته د ټيتې کچې یا هېڅ لاسرسی نه لري.

راپور زیاتوي، چې دې وضعیت پر ښځو او نجونو لا ډېر ژور تاثیر کړی، ځکه په وینا یې ت.البانو پرې محدودیتونه وضع کړي، چې له امله یې هغوی روغتیايي خدمتونو ته سم لاسرسی نه شي لرلی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه