دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامر الله صالح د ا،ا،ا پر وړاندې د یووالی او پیوستون غوښتنه...

امر الله صالح د ا،ا،ا پر وړاندې د یووالی او پیوستون غوښتنه کړې

ويب ډیسک

د جمهوري نظام لومړی مرستیال امرالله صالح د جمهوریت د پرځېدو دوهمې کلیزې په مناسبت یو ځل بیا له خلکو د ت.البان پر وړاندې د یووالی او پیوستون غوښتنه کړې.

ښاغلي صالح پر ده د خلکو نیوکو ته په اشارې ویلي چې د تېروتنې قیمت د بې غورۍ او نندارې په پرتله ټیټ دی. د هغه په ​​وينا، پوهېدل مهم دي چې څه تېر شوي، خو يووالى د هغه څه لپاره چې بايد ترسره شي، مهم او تاريخي دى.

هغه زیاته کړې، د دې پر ځای چې د پېښې په اړه په شننو او څېړنو کې ډوب شئ، باید هغه څه ته ژمن واوسو چې باید ترسره یې کړو.

صالح د ت.البانو پر وړاندې د خلکو پر یووالي ټینګار کړی او ویلي یې دي هر څه چې پېښيږي او د دښمن په مقابل کې زموږ صفونه پياوړي کوي بايد تمرکز او پانګونه پرې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د جمهوري نظام له سقوط سره سم امرالله صالح په نظام کې د دویمې درجې شخصیت په توګه تل د خلکو له‌خوا له سختو نیوکو سره مخ شوی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه