دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان له رڼا پرته یوه تیاره تونل کې روان دی.

افغانستان له رڼا پرته یوه تیاره تونل کې روان دی.

ويب ډیسک

جاپان کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي د ښځو پر وړاندې د ت.البانو بندیزونه او د هېواد ناسم اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې اوسنی کړکېچن حالت به دوام ونکړي.

هغه له جاپانه غوښتي چې افغانستان کې د روغې جوړې د لارې نقشې په جوړولو کې دې راوړاندې شي.

ښاغلي ابدالي ویلي چې د اوسني وضعیت د دوام سره داسې احساس کېږي چې افغانستان له رڼا پرته یوه تیاره تونل کې روان دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ت.البانو د واکمنۍ دوه کالونو پوره کېدو سره هم پر افغان ښځو بندیزونو پای‌ته نه دي رسېدلي او د افغانستان اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په لور روان دی.

#Afghanistan #Japan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه