پښتو جرنل
د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر اشرف غني خپل اختریز بیان خپور کړی هغه په خپل بیان کې د نړۍ مسلمانانو او ځانګړې توګه افغانانو ته اختر مبارکي ویلي هغه په بیان کې وايي
د خپلو نورو هېوادوالو او د نړۍ د مسلمانانو ترڅنګ، هغو خویندو او وروڼو ته د لوی اختر ځانګړې مبارکۍ رسوم چې د بیت الله شریف د زیارت الهی نعمت یې نصیب شوی دی. هیله لرم چې د یوه باثباته، مشروع نظام لرونکي، مرفه او متحد افغانستان له پاره د هغوی دوعاګانې په الهي دربار منظور شوې وي. مطمئن یم چې د غزې کړېدلی ولس به یې هم په خپلو دوعاګانو کې نه وي هېر کړی. پاک الله (ج) دې د دوی او زموږ ټولو عبادتونه او زارۍ قبولې کړي.
اشرف غني زیاتوي زموږ د مصیبت ځپلو هېوادوالو وضعیت پټ نه شي پاتې کېدلی. لکه پخوا چې مې ویلي دي طبیعت په تلاطم کې دی، طبیعي حوادث ډېرېږي او د وچکالیو او سېلابو دا خبیثه حلقه به بیا بیا تکرارېږي. ددې مشکلاتو چاره استبداد نه ده، د ولس ګډون غواړي. د افغانستان د ولس لوی ترینه پانګه جمعي عقل او ملي وحدت دی؛ جمعي عقل په مشورو او جرګو کې راښکاره کېږي او د ژوند لارې د جمعي عقل په ټولېدو او استعمال کې روښانېږي. عملي اقدامات بیا هم د ولس په ګډون او د ولس په مشورو پورې تړلي دي. استبداد ځان ته پخپله مشروعیت نه شي بښلی. تُوره او توپک، انفجار او انتحار مشروعیت ته لار نه باسي. دا حُکم د ولس په لاس کې دی او د هغه له حُکم او ګډون پرته مشروعیت نه راځي.
هغه وايي د اسلام د مبین دین اساس په فردي مسوولیت درېدلی او الله (ج) بیا بیا په مجید قرآن کې یادونه کړې چې د قیامت په ورځ د هر چا حساب جدا دی. اُخروي مجازات او مکافات یوازې د لوی خدای (ج) په لاس کې دي. د اسلام ستر پیغمبر اکرم (ص) ته زموږ د خالق صریح هدایت دادی چې ته لارښوونې ته استول شوی یې نه د خشونت له پاره. له عشره مبشره پرته نور هیچا ته دا معلومه نه ده چې په قیامت کې یې مکافات یا مجازات څه دي او څومره دي. نو ځکه هیڅوک حق نه لري چې په دې دونیا له انسانانو سره د هغوی د اعمالو محاسبې ته لاس واچوي. دلته حساب واضح دی او زموږ اعمال زموږ په عقل او ارادې پورې تړلي دي او هر یو به خپل حساب ورکوي.
اشرف غني زیاتوي په اوسنیو شرایطو کې زموږ ددې متل روح چې «لمر په دوو ګوتو نه پټېږي» تر پخوا ډېر واضح معلومېږي او هغه دا چې خلک په پټه خوله، په پټه حکومتدارۍ او پټو معلوماتو نه غولېږي. خلک هرڅه ویني او د هغو له مخې قضاوت کوي.
بناءً ضرور ده چې په دې بختورو شپو ورځو کې موږ ټول د آزادۍ له پاره د اسلام د مبارک دین د پنځو اصولو، مشروع حکومتدارۍ او د بیت المال د شفاف استعمال هدایاتو ته په پام سره د آخرت تر څنګ په دې دونیا کې هم ځانونه د خپلو اعمالو مسوول وبولو، په تېره بیا هغوی چې په انفجار او انتحار کې یې لاس درلود، ځکه صریح قرآني حکم دی چې «د یوه بیګناه انسان قتل د ټول بشریت قتل دی».
دلته غواړم یو ځل بیا خپلو ټولو وطنوالو ته روښانه کړم چې زما فکر د جوړولو او ودانولو فکر دی. په داسې حال کې چې خپلو خلکو ته د هر څه او هرې نېکمرغۍ غوښتونکی یم، ځان ته هیڅ نه غواړم. هڅه مې داده چې د وطن د ودانۍ او د ولس د سوکالۍ له پاره خپل فکرونه او طرحې شریکې کړم او له دې لارې خپله ونډه ادا کړم تر څو چې د مشروعیت امانت چې ماسره دی، یو مشروع نظام ته وسپارم.


