ويب ډيسک
په افغانستان کې په ۲۰۲۳م کال کې د کانګو تبې تر ۱۲۰۰ ډېرې پېښې ثبت شوې وې چې شاوخوا سل کسان یې مړه کړل.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان “ایفاېاو” هم ویلي چې د لوی اختر په مناسبت د قربانۍ لپاره د څارویو له لېږد او حلالولو سره په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ د مثبتو پېښو د زیاتوالي په اړه اندېښنه لري.
ډاکتران وايي، د کانګو تبه یوه وژونکې میکروبي (ویروسي) ناروغي ده چې د کنې د چیچلو له لارې څارویو او بيا انسانانو ته انتقالېږي.
شدیده تبه، سر درد، د عضلاتو درد، د غاړې شخوالى، د ملا درد، د معدې درد او اسهال د کانګو ناروغۍ له لومړنیو نښو څخه بلل کېږي.


