سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهعلي وزیر دوه کاله وروسته له زندان نه خلاص شو

علي وزیر دوه کاله وروسته له زندان نه خلاص شو

پښتو جرنل

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر چې له دوو کالو راهسې په زندان کې وو نن له زندان نه خلاص شو.
یاد دې وي چې علي وزیر پر ضد د هېواد په بېلابېلو سيمو کې بې شمېره مقدمې جوړې کړل شوې وې .
په ټولو مقدمو کې د ضمانت منظور کېدو وروسته نن علي وزیر له زندان نه خلاص شو.


یاد دې وي چې علي وزیر د کراچۍ د سهراب ګوټ کې درج د بغاوت په مقدمه کې نیول شوی وو
د قامي جمهوري غورځنګ مشر د علي وزیر د خلاصون په هکله خوشحالي څرګنده کړې او وايي چې زه د علي وزیر په خلاصون خوشحاله یم کوم چې نن له دوو کالو وروسته له زندان نه خلاص شو.
هغه زياته کړه چې د علي وزیر د ماتولو لپاره هره هڅه وکړل شوه چې هغه په زندان کې پاتې شي دوي بریالي شو خو له انصاف نه انکار نه شي کیدی

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه