لیکنه : ارشد علي
ميرزا خان انصاري د پښتو ژبې يو کلاسيک شاعر، د نورالدين ځوے او د بل نامتو ليکوال بايزيد انصاري لمسی دے، چې په ۱۷ اتلسمه پېړۍ کې يې ژوند کوو.ميرزا خان انصاري د پښتو ژبې د کلاسیک ادب، په تېره بیا د روښاني غورځنگ د ادبي کاروان سالار وو. میرزا خان انصاري د نورالدین ځوے او د روښاني طریقې د مشر بايزيد انصاري (پیر روښان) لمسی دے. د هغه د پيدائيش نېټه او کال معلوم نه دے، خو په ۱۰۴۰ (1040)هجري کال په دکن کې په یوه جنګ کې وژلے شوے وو.
میرزا خان انصاري د ځوانۍ په اولنيو کلونو کې د پیر روښان د یو بل لمسي احداد، چی په خپل وخت کې د روښاني تحریک مشر وو، ډېر کلک ملگری وو؛ خو وروستو یې داحداد سره اختلاف پیدا شو؛ د مغولو د باچا نورالدین جهانگیر خدمت یې غوره کړو او د هغه تر مرګ وروستو یې د هغه د ځوي شاه جهان په فوج کې لوړ منصب لرلو. نوموړی بالاخره په دکن کې د مغولي فوجونو او ځایي باچاهانو او امیرانو تر منځ د جنگونو کي ووژلے شو.
د مشهور مغربي فلکياتي مېجر راورټي د پښتو ادب په اړه یوه کتاب (سلیکشن فرام دی پوییټری آف د افغانز) کې لیکي، چې هغه میرزا خان چی د مغولو خدمت یې کوو هغه بل سړے دے، او دغه میرزا خان چې په پښتو ژبه کې یې دېوان ترتیب کړے، بل څوک دے. راورټي وایي، دغه میرزا چې دېوان یې ترتیب کړی، کوم وخت د مغول اورنگزېب په زمانه کې د سوات او باجوړ په سيمه کې وفات شوے دے. دا چې راورټي به دغه معلومات د کومه تر لاسه کړي وي، سړی څه نه شي ویلای، خو دومره ویلای شي، چې د هغه دغه معلومات چنداني حقیقت نه لري او د میرزا خان انصاري د مرید دولت لواڼي شعرونه او دغه راز د حالنامې بیان، چې د روښاني غورځنگ په اړه تر اوسه پورې تر ټولو مستند او د باور وړ کتاب دے، د دې خبرې شاهدي ورکوي، چې میرزا خان انصاری یو سړی دے او هغه دغه میرزا خان دی چې د دکن د دولت اباد په جگړو کې د شاه جهان پاچا په زمانه کې وژلے شوے دے.
زمونږ د دې مدعا شاهد د میرزا خان د یوه مخلص او د پښتو ژبي د شاعر دولت لواڼي هغه شعر دے چي د پیر روښان د کورنۍ په اړه یې لیکلی او د میرزا خان د مرګ یادونه یې پکې کړي دي او وايي:
میرزا خان د نورالدین صفت به څو کړم میا روښان
د علم ښاروو دی یې در وو د هادي په زړه چي پټ وو
په ډیر کاله د میرزا خوله د هغه علم مظهر وو
هیڅ افغان ده غوندي شعر کړی نه دی
دی په خپل زمان تر هر شاعر بهتر وو
په دنیا یې محبت تکبر نه کړ په ظاهر سپینه جامه کښې قلندر وو
د دکن په جنگ شهید شو خوشنود اوسه په تاریخ د زر څلویښت د ده گذر وو
سړے ویلے شي چې داسې شاعران به چنداني نه وي تېر شوي، چې د تصوف په اړه یې د ده په څېر سپینې خبرې کړي وي او ځان یې د هرې بلا خولې ته سپر کړی وي. دې خبرې ته هغه پخپله هم متوجه دی او وایي، چې د حجاب خبرې باید لوڅې ونه کړي. میرزا خان په یوه غزل کې د وحدت الشهود په باب ږغېږي، مگر کله کله سړی د ورایه ورباندې پوهېږي چې نظم یې د وحدت الوجود خواته میلان پیدا کوي او دا میلان هم د خپل کلام له طبیعت سره سم، په ډېره ساده ژبه راوړي.
دا کلام د حقیقت په ژبه وایم
لکه ذات په هر صفت کی خپسر ستایم
یک تنها لکه الف یمه بې ټکي
په یوه وجود محیط د کل اشیا یم
له هر چا سره په علم په هستی کی یو په یو ور رسېدلی سرترپایم
مدام یو د یوه وجده تماشا کړم
تل ترتله بې شریکه بې همتا یم
که زما یگانگۍ وته نظر کړې په
وحدت کی دویی نشته یک تنها یم
په ریښتوني دین به نن ووځی پوځونه
په دغه معنی اقرار په اذا جا یم
د کثرت په عددونو می ځان پټ کړ
اوس گهی گهی دغه شم گهی دا یم
په یقین یقین نیژدې په گومان لیری
په دیدن له دواړو کونو ماورا یم
په دا بزرگ نامه مي څوک بللای نه شی
زه مدام له هره اسمه مسمی یم
حیاتی می تل تر تله برقرار ده
په توحید کی فنا شوی له فنا یم
د اثبات قدم می پاس په نفی کښېښود
او د ذات زوال می نشته تل بقا یم
و عارف ته څړه مخ یم په هر لوری
د دوبین پر مخ گومان زه یې تر شا یم
لکه کب دی له اوبو اوبه له کبه
دغه هسی رسېدلی و هرچا یم
ناتمام مشرک له ځانه په عذاب دی
د انسان کامل دزړه په مدعا یم
زما ذات په دواړکونو نه ځایېږی
په قفس کی ویېدلی د میرزا یم
د میرزا خان انصاري د سیاسي جبهې تغیر او د روښاني احداد څخه بېلېدلو او د مغول پاچا جهانگیر سره د هغه یو ځای کېدلو یې پر روښاني عقایدو باندې کوم اغېز نه دی کړې؛ تر مرگه پورې روښاني طریقې، پیر کامل، طریقت او د یقین حاصلولو مفکورې ته وفادار پاته شو، او د عمر تر پایه پورې یې د شعر مهم مضمون دغه مفاهیم ول. میرزا خان انصاري یوازې صوفي شاعر نه دی. هغه د ښکلا، د حسن، د زلفو او ښایست هر اړخ ته متوجه دی. کله یې چې زړه د زاهد او ناصح له نصیحته مستغني کېږي، نو د هغه د سرکښۍ د مخنیوی چاره یوازې او یوازې د زلفو ځنځیر بولي. یعنې په اصطلاح اور په اور وژني. میرزا عاشقي خپله ازلي برخه بولي. ده په ازل کی د وفا او مینې وعده کړې ده او بیا نو شکایت، مکر او تزویر ورته ښکاري. دی د خلکو ملامتي خپله ازلي برخه بولي، او په دې قانع دی چې د ازل برخه او وېش په بله نه کېږي.
ستا د ډېرې مینې زه به څه تدبیر کړم تر تا څو به د داهسې غم شبگیر کړم نن مې زړه له نصیحته مستغني شو مگر بند یې ستا د زلفو په ځنځیر کړم دا ستا زلفو مې دا جمع زړه پرېشان کړ څه مجال دی چې یې یو په یو تقریر کړم د میرزا بخره د ازل قسمت به څرنگه تغیر کړم
د ميرزا انصاري مرګ:
د دکن په جگړو کي د میرزا خان د وژل کیدو په اړه د دولت لواڼي شعر په دې برخه کي هیڅ شک نه پریږدي؛ البته مغول امپراطور شاه جهان، چي د ده د پاچهۍ په درېيم کال باید میرزا خان وژل سوی وي، په دکن کې ډیر زیات جنگونه کړي دي، او کیدای سي چي میرزا خان انصاري د ۱۰۴۰ 1040کال په سر کې نه، بلکې په اخره کې، چې د ۱۶۳۱ 1431میلادي کال سره سر خوري، د دغو جنگونو په اړه تر نظم لیکلو وروسته وژلے شوی وي. حالنامه هم د میرزا خان د وژل کېدلو کال1040 ښایي او وايي چې خان عالي شان رشید خان او میرزا خان د دکن د صوبې په بیجاپور کې ول، چې ناڅاپه د دوښمن دوولسو زرو عسکرو حمله ورباندې وکړه. د میرزا خان او رشید خان سره یوازې درې سوه تنه ملگري ول. په هغه جنگ کې میرزا خان او د هغه زوی عبدالحکیم شهیدان شول او رشید خان، د میرزا خان په مشوره او ټینگار د جگړې له ډگره ځان په تیښته خلاص کړ. د حالنامې په حواله، په هغه جگړه کې د رشید خان ورور میا داد هم وژلے شوی دي.
چاپ شوي نښيرونه يې
د ميرزا خان انصاري دېوان، پښتو ټولنه د ۱۳۵۴ 1354 لمريز (۱۹۷۵) 1975زېږديز کال چاپ.


