سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههره ورځ په اوسط ډول له پاکستانه افغانستان ته پنځه ميليونه ډالره...

هره ورځ په اوسط ډول له پاکستانه افغانستان ته پنځه ميليونه ډالره قاچاق کېږي

ويب ډیسک

د پاکستان د صرافانو اتحاديې مشر وايي، هره ورځ په اوسط ډول له پاکستانه افغانستان ته پنځه ميليونه ډالره قاچاق کېږي او دا کار په ډېر یوه ګټور کاروبار بدل شوی دی.

پاکستان کې د یوه مالي مشورتي شرکت اجرایوي مشر خرم شهزاد بیا ویلي، چې د افغانستان بازارونه د ورځې له ۱۰ تر ۱۵ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري او اټکل کېږي چې نیمايي یې له پاکستانه قاچاق کېږي.

خو د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان‌بانک ویاند حسیب نوري وايي، افغانستان د دې هېواد اقتصادي ملاتړ لپاره کافي ډالري زېرمې لري. د افغانستان‌بانک هره اونۍ ۱۷ میلیونه ډالره لیلام کوي.

په ورته وخت کې طالبانو د افغانستان له ټولو دولتي او خصوصي بنسټونو او موسسو غوښتي چې په اقتصادي راکړه ورکړه کې افغانۍ وکاروي.

بله خوا د ملګرو ملتونو د ۴۰ ملیون ډالرو نغدي کڅوړې افغانستان ته رسېدو سره په افغانیو بدلېږي چې ډالر د افغانستان‌بانک خزانو کې پاتې کېږي. ګمرکي تعرفې په ډالرو راټولېږي، چې د طالبانو د مالي ملاتړ بله سرچینه ده.

دا په داسې حال کې ده چې افغانیو دې وروستیو کې د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت ساتلی او پاکستانۍ اسعار د تېرو دوو لسیزو په پرتله خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه