یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد ترکیې او سوریې زلزله؛ د وژل شویو شمېر ۵۰۰۰ ته لوړ

د ترکیې او سوریې زلزله؛ د وژل شویو شمېر ۵۰۰۰ ته لوړ

ويب ډیسک

د ترکيې او سوریې پرونۍ زلزلې له امله د وژل شویو شمېر ۵۰۰۰ ته لوړ شو او د ټپيانو شمېر هم زرګونو تنو ته رسېږي.

زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې عملیات په داسې حال کې روان دي چې اټکل کېږي، زرګونه خلک اوس هم د خاورو لاندې بند دي.

د ترکیې او سوریې ځينې سیمې پرون د ریښتر په کچه ۷.۸ درجې زلزلې ولرزولې او نن سه شنبه هم د ریښتر په کچه د ۷.۵ درجو له زلزلې وروسته د ټکانونو خبر ورکول شوی.

د نړۍ بېلابېلو هېوادونو زلزله ځپلې سیمو ته د مرستو رسېدو غوښتنه کړې او د هند او پاکستان په ګډون ځينو هېوادونو خپلې مرستندویه ډلې استولي دي.

#TurkeyEarthquake #SyriaEarthquake

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه