ويب ډیسک
د ترکيې او سوریې پرونۍ زلزلې له امله د وژل شویو شمېر ۵۰۰۰ ته لوړ شو او د ټپيانو شمېر هم زرګونو تنو ته رسېږي.
زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې عملیات په داسې حال کې روان دي چې اټکل کېږي، زرګونه خلک اوس هم د خاورو لاندې بند دي.
د ترکیې او سوریې ځينې سیمې پرون د ریښتر په کچه ۷.۸ درجې زلزلې ولرزولې او نن سه شنبه هم د ریښتر په کچه د ۷.۵ درجو له زلزلې وروسته د ټکانونو خبر ورکول شوی.
د نړۍ بېلابېلو هېوادونو زلزله ځپلې سیمو ته د مرستو رسېدو غوښتنه کړې او د هند او پاکستان په ګډون ځينو هېوادونو خپلې مرستندویه ډلې استولي دي.
#TurkeyEarthquake #SyriaEarthquake


