ويب ډیسک
د بې پولي خبریالانو سازمان (آر اس اف) او ۱۴ نورو فرانسوي رسنیو د یوې اعلامیې په ترڅ کې د افغان- فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.
د بې سرحده خبریالانو سازمان ویلي دي: «موږ شاوخوا ۳۰ ورځې د مرتضی بهبودي چې د افغانستان او فرانسې تابعیت لري او اوس په کابل کې بندي دی، د نیول کیدو په هکله چپ پاتې شو. نن موږ په دې هیله يو چې هغه ډیر ژر خوشې او فرانسې ته بیرته ستون شي، نړۍ په دې قضیې خبروو.»
نوموړی «د طالبانو په وخت کې د ټول افغانستان په کچه» د رپوټ جووړنکو څخه و چې د جګړې خبریالۍ جایزه او د فرانسې د ملي ورځپاڼې (وارن) جایزې یي ترلاسه کړي دي.


