ويب ډیسک
لا تر اوسه د دې سفارتونو د تړل کېدو علت رسنیز شوی نه دی خو د ځینو سرچینو په وینا یاد سفارتونه د امنیتي ګواښونو له امله تړل شوي دي.
د طالبانو ویاند د ځینو سفارتونو تړل منلي او زیاته کړې یې ده چې اونۍ وروسته به بېرته پرانېستل شي.
که څه هم طالبان هېواد کې د بشپړ امنیت ټینګښت ادعا کوي، خو له دې وړاندې د روسیې او پاکستان په سفارتونو بریدونه شوي ؤ چې مسؤلیت یې د داعش وسلهوالې ډلې منلی ؤ.


