سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا وايي : نړیواله ټولنه بايد د افغان ښځو اړتیاوې خپل لومړيتوب...

امریکا وايي : نړیواله ټولنه بايد د افغان ښځو اړتیاوې خپل لومړيتوب وګرځوي

ويب ډیسک

افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی پاکستان ته له سفر وروسته وايي، نړیواله ټولنه بايد د افغان ښځو اړتیاوې خپل لومړيتوب وګرځوي.

توماس وسټ ويلي، د دې دوه ورځني سفر په ترڅ کې يې ګټورې ليدنې لرلي او د افغان ښځو غوښتنې او نيوکې يې هم اورېدلې دي.

ښاغلي وسټ زياته کړې، هغه افغان ښځې او نجونې چې کورونو کې قيد شوي، له تحصيل او په ازاد ډول له ګرځېدو پرته سخت رواني او روحي فشارونه تجربه کوي.

هغه همداراز د پاکستان د پوځ مشر جنرال سيد عاصم منير، افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق او د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر مرستيال اسد مجيد خان سره ليدنو کې د امنيتي وضعيت او سيمه کې د ترهګرۍ او د طالبانو له لوري د خطرناکو فرمانونو د اغېزو په اړه هم د خبرو اترو خبر ورکړی.

تمه ده، افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی جرمني او سويس ته هم سفر وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي ؤ، توماس وسټ به د دې سفر په ترڅ کې د امريکا له شريکانو، افغانانو او د بشردوستانه مرستو بنسټونو سره په افغانستان کې د ګډو هڅو په اړه سلا مشورې وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه