ويب ډیسک
افغانستان لپاره د جاپان سفارت د طالبانو له لوري په کانکور ازموينه کې د افغان نجونو پر ګډون د بنديز پرېکړې په غبرګون کې ويلي، “د طالبانو دې پرېکړې مايوسه او ناهيلي کړي یؤ”.
دغه سفارت له طالبانو غوښتي، چې د دې پرېکړې په اړه له سره غور وکړي او د نجونو او ښځو لپاره ښوونيز فرصتونه برابر کړي.
د طالبانو لوړو زدهکړو وزارت څو ورځې وړاندې د هېواد د لوړو زدهکړو ټولو خصوصي مؤسسو ته استول شوي مکتوب کې وويل، چې د ۱۴۰۲ لېږديز لمريز کال کانکور ازموينه کې د نجونو د ګډون نوم ليکنې ته تر بل امره پورې اجازه نشته.
دغې پرېکړې د هېواد دننه او بهر سخت او پراخ غبرګونونه پارولي دي.


