ویب ډیسک
د افغانستان پخواني ولسمشر غني د پېښور نننی بريد په غبرګون کې ويلي، پاکستان فرصت لري په ټوليز ډول نوې حل لارې د هغو ګواښونو لپاره وړاندې کړي، چې تر اوسه پورې يې يوازې په خشونت او پوځي لارو ورسره مبارزه کړې.
پخواني ولسمشر پاکستان کې وروستیو نا امنیو ته په اشارې سره ويلي، لنډمهاله تاکتيکي اقدامات بايد خپل ځای اوږدمهاله ليدلوري، ستراتېژيکي صبر او د دولت او وګړو تر منځ همغږۍ ته پرېږدي، څو پايله ورکړي.
نوموړي د پېښور ننني بريد غندنې ترڅنګ د دې پېښې قربانيانو سره خپله ژوره خواشيني ښودلې او ويلي يې دي، “موږ افغانانو له نړيوالو او سيمهييزو اختلافاتو په بې معنی توګه زيان ليدلی.”
پخواني ولسمشر غني د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره د وړانديز په بڼه ويلي، “پر ترهګرۍ غالبېدل په عام ډول اسلامي نړۍ کې بشپړې اجماع او په ځانګړي ډول زموږ سيمه کې د بنسټيزو لاملونو او جرړو موندلو ته اړتيا لري.”
د پېښور په يوه جومات کې نن د ځانمرګي برید له امله څه باندې ۴۴ تنه ووژل شوه او لسګونه تنه ټپيان شول.
د دې بريد پړه تحريک طالبان پاکستان په غاړه واخيسته.


