سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمحسن داوړ وايي: د پښتنو وژنه دوام لري.

محسن داوړ وايي: د پښتنو وژنه دوام لري.

ويب ډیسک

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی محسن داوړ پېښور کې له ننني بريده وروسته وايي، پښتونخوا کې جګړه روانه ده او د پښتنو وژنه دوام لري.

محسن داوړ ويلي، دولت چمتو نه دی چې افغانستان کې له خپل معيوب سياسته لاس واخلي. هغه کسان چې د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي، بايد ځواب ورکوونکي واوسي.

د خيبر پښتونخوا په پېښور کې نن دوشنبه په يوه جومات کې د ماسپښين لمانځه پرمهال ځانمرګی بريد ترسره شو، چې له امله يې ۳۲ تنه ووژل شول او ۱۴۷ تنه ټپيان شول.

تحريک طالبان پاکستان د دغه بريد پړه پر غاړه اخيستې ده.

دې وروستيو کې د پاکستان امنيتي وضعيت ترينګلی شوی او د تحریک طالبان پاکستان په څېر ډلو د پاکستان دولت پر وړاندې خپل بريدونه ډېر کړي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه