ويب ډیسک
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې توماس وسټ به د جنورۍ له ۲۹مې د فبرورۍ تر ۴مې نېټې پورې پاکستان، جرمني او سويس ته سفر وکړي څو د امريکا له شريکانو، افغانانو او د بشردوستانه مرستو بنسټونو سره په افغانستان کې د ګډو هڅو په اړه سلا مشورې وکړي.
دغه وزارت ويلي، د طالبانو وروستيو فرمانونو نړيواله ټولنه له ګڼو ننګونو سره مخ کړې او دا ځکه چې موږ د افغانستان د وګړو د ملاتړ او هلته د خپلو ګټو د ساتنې په لټه کې يو.
خبرپاڼه زياتوي، افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی به د دې سفر په ترڅ کې د خپلو ليدنو پرمهال د سيمهييز او نړيوال غبرګون د رامنځته کولو په موخه چې د افغان ښځو او نجونو حقونو سره د ژمنې او حياتي مرستو ته د لاسرسي ښکارندويي وکړي، کار وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو افغان ښځې او نجونې پوهنتونونو کې له تحصيل او غير دولتي بنسټونو کې له کاره منع کړي او په تازه اقدام کې يې د يو مکتوب له مخې ټولو پوهنتونونو او د لوړو زدهکړو خصوصي مؤسسو کې د ۱۴۰۲ کال کانکور لپاره د نجونو پر نوم ليکنې هم تر بل امره پورې بنديز ولګوه.
امريکا د طالبانو وروستی اقدام غندلی او ويلي دي تر هغه وخته چې طالبان د ټولو حقونو ته درناوی ونه کړي، د دې تمه دې نه لري چې د نړيوالې ټولنې غړيتوب ترلاسه کړي.


