ويب ډیسک
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د پېښور يوه جومات کې د ځانمرګي بريد په غبرګون کې ويلي، يو ځل بيا د پښتنو وينې تویې کړل شوې او د دې ډالري جګړو خلاف له يووالي پرته بله هېڅ لار نشته.
پښتين د دې پېښې د غندنه کړې او ويلي يې دي، د يووالي د عملي کېدو لپاره به زموږ هڅې جاري وي.
د پېښور په يوه جومات کې تېره ورځ د ځانمرګي برید له امله ۵۹ تنه ووژل شوه او لسګونه تنه ټپيان شول.


