ويب ډیسک
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی محسن داوړ پېښور کې له ننني بريده وروسته وايي، پښتونخوا کې جګړه روانه ده او د پښتنو وژنه دوام لري.
محسن داوړ ويلي، دولت چمتو نه دی چې افغانستان کې له خپل معيوب سياسته لاس واخلي. هغه کسان چې د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي، بايد ځواب ورکوونکي واوسي.
د خيبر پښتونخوا په پېښور کې نن دوشنبه په يوه جومات کې د ماسپښين لمانځه پرمهال ځانمرګی بريد ترسره شو، چې له امله يې ۳۲ تنه ووژل شول او ۱۴۷ تنه ټپيان شول.
تحريک طالبان پاکستان د دغه بريد پړه پر غاړه اخيستې ده.
دې وروستيو کې د پاکستان امنيتي وضعيت ترينګلی شوی او د تحریک طالبان پاکستان په څېر ډلو د پاکستان دولت پر وړاندې خپل بريدونه ډېر کړي دي.


