دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهموږ بايد په ملي او نړیواله کچه د منلو وړ، معقول او...

موږ بايد په ملي او نړیواله کچه د منلو وړ، معقول او باوري بدیل په لټه کې شو.

ويب ډیسک

د جمهوریت د سولې مرکچي پلاوي مشر د طالبانو د واکمنۍ یونیم کال په اقتصادي او بشري برخه کې د ماتې یوه بېلګه بللې ده. معصوم ستانکزی چې معمولا رسنیو ته نه راوځي وايي، موږ بايد په ملي او نړیواله کچه د منلو وړ، معقول او باوري بدیل په لټه کې شو.

ښاغلي ستانکزي د جمهوریت سقوط په اړه وروستيو ناندريو ته په اشارې سره ويلي، موږ ته باید مسایل روښانه وي او د یو بل په نفي کول انرژي ضایع نه کړو.

معصوم ستانکزي زياته کړې، د سولې او جنګ په اړه بېلابېل روایتونه شته. راځئ دا پوښتنه راپورته کړو، چې آیا طالبان په تېرو اویا اوس کې دې ته چمتو ؤ/دي څو ستونزې په سوله ييزه توګه حل شي؟

د نوموړي په وينا، آیا طالبان د افغانستان او نړۍ میلیونونو مسلمانانو هغه غږ ته غوږ نیولی چې نجونو او ښځو ته د زده‌کړو لپاره یې پورته کړی؟

هغه د وړانديز په بڼه ويلي، “طالبان له خپلې يو نيم کلنې واکمنۍ وروسته بايد د ولس له نظره ځانونه وګوري او قضاوت يې کړي”.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له يونيم کلنې واکمنۍ وروسته دغه ډله اوس د ملګرو ملتونو، نړيوالې ټولنې او د افغانستان ګاونډ هېوادونو تر سخت فشار لاندې ده او په ورته وخت کې د دې ډلې او امريکا تر منځ د دوحې تړون په اړه هم ناندريو زور اخیستی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه