ويب ډیسک
د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د معلوماتو له مخې په دغه ولایتونو کې بدخشان، نورستان، ننګرهار، کونړ،لغمان، کاپیسا، پنجشېر،پروان، کابل، لوګر،پکتیا، پکتیکا، خوست، زابل، غزني، میدان وردګ، بامیان، دایکندي او غور ولایتونو په ګډون سالنګونه هم شامل دي.
په بیان کې ویل شوي چې د یادو ولایتونو په ځينو سیمو کې به د اوښت کچه له ۱۰ څخه تر ۲۰ ملي مترو او د واورې کچه به له ۱۵ څخه تر ۴۰ سانتي مترو پوري وي.
د افغانستان یاد ولایتونو کې د واورې او بارانونو پر داسې مهال خبرداری ورکول کیږي چې د طالب چارواکو په وینا په تیرو دوو اونیو کې په دغه هیواد کې د سړې هوا له امله لږ تر لږه ۱۵۸ کسان مړه شوي دي.


