راتلونکي کانکور کې د افغان نجونو پر ګډون بنديز ولګېد

0
88

ويب ډیسک

پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو لخوا د محدوديتونو او بنديزونو په دوام دغې ډلې د ۱۴۰۲ لېږديز لمريز کال کانکور ازموينه کې د ګډون لپاره د نجونو پر نوم ليکنې بنديز ولګوه.

هغه مکتوب چې د طالبانو لوړو زده‌کړو وزارت لخوا د هېواد د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسو ته استول شوی، په کې ليکل شوي، “د ښځينه محصلينو نوم ليکنې ته تر ثاني امره پورې اجازه نشته.”

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له دې وړاندې د نجونو پر ثانوي او لوړو زده‌کړو د بنديز لګولو ترڅنګ په ټولو غير دولتي بنسټونو کې د ښځينه کارکوونکو پر کار هم بنديز اعلان کړی دی، هغه موضوع چې په کور دننه او بهر يې پراخ او سخت غبرګونونه راوپارولي دي.