یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنړیوال بانک وايي : د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه شوی

نړیوال بانک وايي : د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه شوی

ويب ډیسک

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور د هر کلي ترڅنګ یو ځل بیا د افغانستان د کنګل شوي پانګې پر ازادولو ټینګار کړی دی.
د طالبانو حکومت اقتصادي معاونیت نن شنبه جنورۍ ۲۸ (سلوغې اتمه) په یوې اعلامیې کې ویلي که چیري یاده پانګه ازاده شي د افغانستان اقتصادي وضعیت به نور هم ښه او بار به یې د نړیوالې ټولنې له اوږو سپک شي.
نړیوال بانک په یو راپور کې ویلي، چې په تیر ۲۰۲۲ میلادي کال کې د۲۰۲۱ میلادي کال په پرتله د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه و او ددغه کال په نهو میاشتو کې یې ۱.۷ ملیاردو ډالرو په ارزښت توکي بهر ته صادر کړي و.
په اعلامیه کې له نړیوال سازمانونو څخه غوښتل شوي چې په افغانستان کې د بېکارۍ کمولو لپاره د پراختیايي پروژو په تمویل کې برخه واخلي.
د طالبانو حکومت اقتصادي معاونیت له نړیوال بانک څخه هم غوښتي چې په افغانستان کې د خپلو نیمګړو پروژو کارونه بیرته پيل کړي.
پر افغانستان د طالبانو حکومت تر حاکمیت وروسته نړیوال بانک دغه هیواد کې خپل یو شمېر پروژې بندې کړي چې له امله یې ګڼ کسان بېکاره شول.
په ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو سره سم امریکا متحده ایالاتو د افغانستان بانک نږدې لس ملیارده ډالرو شتمني کنګل کړه او هم نړیوالې ټولنې دغه هیواد سره خپلې مرستې بندې کړي، چې له امله یې دا هیواد د یو سخت اقتصادي بحران سره مخ شو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه