ویب ډیسک
د تېرې جمعې په ماښام د بیت المقدس په ختیځ کې د یهودانو پر یوه کنیسه برید شوی چې له امله یې ۷ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
پولیسو دا یو ترهګریز برید بللی او بریدګر يې د تېښتې پر مهال وژلی دی.
د اسرائیل پولیسو دا برید وروستیو کلونو کې تر ټولو بد برید یاد کړی.
دغه برید د لوېدیځې غاړې جنین ښار کې د اسراییلي ځواکونو له مرګوني عملیاتو څخه یوه ورځ وروسته چې په کې ۹ تنه فلسطینیان ووژل شول، ترسره شوی دی.
د فلسطین حماس او اسلامي جهاد ډلو ياد برید ستایلی خو مسؤلیت یې نه دی منلی.
امریکا او برتانیا بیا دغه برید غندلی او ویلي یې دي، چې دوی به د خپلو اسرائیلي ملګرو ترڅنګ ودرېږي.


