دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد شاه‌ رخ خان "پټان" لانجمن فلم نن د هندوستان په ۵زره...

د شاه‌ رخ خان “پټان” لانجمن فلم نن د هندوستان په ۵زره سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شو

ويب ډیسک

د شاه‌ رخ خان “پټان” لانجمن فلم نن د هندوستان په ۵زره سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شو.

د دې جنجالي فلم د نندارې لپاره هند کې هغه سینماګانې هم د نندراچيانو پر مخ پرانيستل شوې چې ۴ کاله د کرونا له امله تړل شوې وې.

د پټان فلم لپاره ۱ میلیون او ۲۵۰ زره ټکټونه انلاین اخیستل شوي او تمه ده یوازې نن په ټول هندوستان ۴۵۰ میلیونه هندي روپۍ وګټي.

پټان فلم په هندي ټولنې او رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي او ډېرو خلکو ورسره د نه ليدلو پرېکون اعلان کړی دی.

د شاه رخ خان، ډیپيکا پډوکون او جان ابراهیم په دې فلم ۲.۵ میلیارده هندي روپۍ لګښت راغلی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه