دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهواشنګټن کې د يو وسله‌وال لخوا د ډزو له امله ۳ تنه...

واشنګټن کې د يو وسله‌وال لخوا د ډزو له امله ۳ تنه وژل شوي دي

ويب ډیسک

د امریکا پلازمېنې واشنګټن اړوند ياکيما ښار کې د يو وسله‌وال لخوا د ډزو له امله ۳ تنه وژل شوي دي.

پوليس وايي وسله‌وال بريدګر تېره ورځ يو تن په هټۍ کې، دویم د هټۍ مخې ته او درېيم کس د هوايي ډزو له امله وژلی دی.

د پوليسو په وينا ۲۱ کلن بريدګر جيرډ هاډاک هم د څو ساعتونو له څار او پلټنې وروسته خپل ځان وژلی دی.

دوه ورځې وړاندې په لاس انجلس ايالت کې هم د یو وسله‌وال بريد په پايله کې ۹ تنه وژل شوي ؤ.

د امريکا ولسمشر جو بايډن دغه هېواد کې د وسله‌والو بريدونو په زياتېدو سره بيا ځلې له کانګرسه د وسلو د بنديز غوښتنه کړې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه