دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبشري حقوقو سازمان وايي :ملګرو ملتونو دې افغانان په سختو شرایطو کې...

بشري حقوقو سازمان وايي :ملګرو ملتونو دې افغانان په سختو شرایطو کې یوازې نه پرېږدي

ويب ډیسک

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي، د مشروع دولت نشتون او د حکومتولۍ د تخنیکي ظرفیت کمي، په هېواد کې بېکاري، بې وزلي او اقتصادي بحران ته پراختیا ورکړې ده.

کمیسیون د دې تر څنګ په طالبانو غږ کړی، چې د ولس ارادې ته درناوی ولري او د بشري حقونو ضد محدودیتونه دې لرې کړي.

دغه کميسيون په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو سازمان له غړو هېوادونو غوښتنه شوې، چې افغانان دې سختو شرایطو کې یوازې نه پرېږدي او خپلې بشردوستانه مرستې دې زیاتې کړي.

کمیسیون د مرستو پر وېش د څار غوښتنه هم کړې څو مرستې مستحقو خلکو ته ورسېږي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون افغانستان ته د ملګرو ملتونو د پلاوي سفر ستایلی او ویلې یې دي، دا سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې پر افغان ښځو بې‌ساري بندیزونه وضع شوي دي.

ملګرو ملتونو تېره ورځ، افغانستان ته د دې سازمان د سرمنشي د مرستیالې آمنې محمد په مشرۍ د راغلي پلاوي د څلور ورځني سفر پای اعلان کړ.

د ملګرو ملتونو لوړپوړي پلاوي افغانستان کې طالب چارواکو سره له څلور ورځنيو ليدنو وروسته، يوه راپور کې ويلي چې افغانستان کې د ښځو د حقونو نقض يو جدي بحران او نړیوالی ټولنې لپاره د خطر زنګ دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه