ويب ډیسک
د اقتصادي کرکېچ په درشل ولاړ پاکستان کې، د پټلۍ اداره وایي چې یوازې د درېیو ورځو لپاره تېل ورسره پاتې دي.
د پاکستان د ریل ګاډي یا پټلۍ اداره چې له مخکې هم څلوېښت میلیارده کلدارې تاواني وه، اوس وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله یې په ذخیره کې یوازې د درېیو ورځو لپاره تېل پاتې دي.
د دې ادارې مشر سلمان صادق ویلي چې د پېسو د کمې له امله یې د کارکوونکو معاشونه هم ځنډېدلي او اندېښنه یې ښودلې که پر وخت بودیجه ور نه کړل شي، د دې ادارې چارې به له ستونزو سره مخ شي.
صادق وایي، دوی د ریل ګاډو تېل د یوې میاشتې لپاره ذخیره ساتل، خو اوس د مالي ستونزو له امله یوازې د درېیو ورځو تېلو ذخیره کولو توان لري.
د پاکستان د خزانې/مالیې وزیر اسحاق ډار ویلي چې وضعیت که څه هم سخت دی، خو هېواد به یې دیوالیه کېدو ته پرې نه ږدي.


