سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد نیوزيلنډ صدراعظمه جسېنډا ارډرن استعفی کوي

د نیوزيلنډ صدراعظمه جسېنډا ارډرن استعفی کوي

ويب ډیسک

د نیوزیلنډ صدراعظمې جسېنډا ارډرن د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی چې نور د هېواد رهبرۍ ته دوام نه شي ورکولی او د دغه کار توان نه دی ورپاتی.

اغلې ارډرن ویلي، د فبرورۍ پیل کې به دا دنده پرېږدي او د راروان اکتوبر میاشت ټاکنو کې به ګډون ونکړي.

جسېنډا ارډرن چې غریو نیولې وه زیاته یې کړه، له ستونزو ډک شپږ کلن واک له ما دا توان اخېستی چې خپل کار ته دوام ورکړم.

د نیوزیلنډ واکمن کارګر ګوند مشرې دا هم ویلي، د اوړي رخصتیو کې مې په دې اړه ډېر فکر وکړ هیله مې درلوده دومره توان پیدا کړم چې خدمت ته دوام ورکړم خو پاتې راغلم او که د دې نېمګړتیاو سره دوام ورکړم کېدای شي، د نیوزيلنډ لپاره په خدمت کولو کې رانه کمی وشي.

دا په داسې حال کې ده چې ۴۲ کلنه ارډرن شپږ کال مخکې په ۳۷ کلنۍ کې د دغه هېواد تر ټولو ځوانه مشره شوه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه