دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکابل کې ځانمرګی برید شوی لکبله يي ۱۵ نه زیات کسان وژل...

کابل کې ځانمرګی برید شوی لکبله يي ۱۵ نه زیات کسان وژل شوي او ټپيان دي.

ويب ډیسک

نن په کابل کې یو ځانمرګی برید شوی کورنیو چارو وزارت پېښه تائيدوي خو د چاودنې د نوعیت او اوښتو تلفاتو په اړه یې جزیات نه دي ورکړي.

بلخوا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند هم تائيد کړې چې د دې وزارت دروازې ته نږدې پر عمومي سړک چاودنه شوې ده.

حافظ ضیااحمد تکل دغه چاودنه وړه یاده کړې او هغه اوازې یې رد کړي چې ګواکې د پيښې پرمهال وزارت کې دننه چینايي میلمنو سره غونډه روانه وه.
مسوولینو تراوسه په دغه پيښه کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي خو سیمه کې یوې سرچینې شمشاد ته وویل، چې چاودنه کې له ۱۵ زیات کسان وژل شوي او ټپيان دي.

‏بل لور ته د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې «نن شاوخوا څلور بجې د باندنیو چارو وزارت پر سړک چاودنه شوې چې له بده مرغه تلفات لري. د امنیتي برسۍ ټیمونه ساحې ته ورغلي او د پېښې جزیات به وروسته شریک کړل شي.
تراوسه د برید مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه