دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهجديديت يوه سامراجي وسله

جديديت يوه سامراجي وسله

لیکنه: روزي خان ايثار

که څه هم کالونايزيشن يو بشپړه تاريخ لري، هغه ځکه چي د دې مفکورې له تېرو پینځو سو کلونو ځخه په نړيوال انساني معشيت، سياست او سماجي ژوند کښې خپل ځای موندلی دی ، خو اوس به دلته زموږ تر منځ د مکالمې په خاطر دغه توری د خپل ساخت او استعمال له کبله داسي تعريف کړي چي د دوه انساني طبقو تر منځ هغه تعلق چي پکښې يوه قام د ښکاره يا پټ زور له لاري دبل قام کور، کلی، وطن قدرتي شتمنۍ، واک ، ثقافت ، سياست، رسومات، اثاتير، ژبه او دسوچ زاويې تر خپل تسلط لاندي کړي يا يې قبضه کړي ، دا هغه انساني ريښته ده چي يوه طبقه يا قام حاکم شي او بل محکوم شي، او د حاکم يا استبداد کونکې طبقه و محکوم قام يا طبقې څه ،غير تهزيب ياپته، بې کلتوره، بې تاريخه او بې انسانيته تصور ورکړي او هغه طبقه دخپل ځان له پاره لکه غلام و ګرزوي، چي بيا يې هرڅه دخپل آقا په مرضي
وي په اسانه الفاظو کښې هم ودې عمل ته کالونايزيشن ويل کيږي ،
که څه هم موږ پر دې موضوع جدا بله ليکنه هم ليکو او په يو بل تحرير کښې موږ د استعماريت تر سر ليک لاندي دغه موضوع لږ له بلې زاويې هم تعرف کړې وه، خو نن زموږ مخه دلته د کالونايزيشن له دورې ورسته چي په نړۍ کښې په کمو طريقو د يو قام د محکوميت مرحله شروع سوه هغه ده، موږ به دلته په ډېر ساده او اسانه انداز سره هغه نظريات تر فکر وباسو د کمو په مرسته چي د نړۍ نوی ساخت جوړ شوی يا کم جديده سياسي او معشي نظام ته تقويت رسيږي
د نړۍ د ادب، سياست، معشيت په ډګر کښې دا وخت يوه اصطلاح د جديديت په نامه روان ده، بلکه دا وخت په ادب او سياست کښې ما بعد جديديت هم شتون لري ، خو زه دلته یوازې د سامراجيت ديو اوزار په توګه د جديديت پر مقصد د خپل فکر او نظر په معنی رڼا اچوم ، په اصل کښې جديديت د نړيوال استعماري تجارانو يا سرمايداره طبقې هغه فکر چي دوي زموږ په نفسياتو کښې اول زموږ خواهشات مطالعه کړي، زموږ ضروريات جوړ کړي او بيا د مادي شيونو په صورت کښې خپل شيونو پر موږ د سهوليت په نامه خرڅوي او زموږ معشي قتل عام کوي، د غه عمل دوی په نړۍ کښې دګلو بلايزېشن په زور تر معشي منډۍ رسوي ، ګلوبلايزېشن هم زموږ د محکوم قامونو له پاره د سامراجيت يو هغه هتيار دی چي زموږ د نقصان له پاره په ډېره شعوري طريقه سره روان دی، ګلوبلايزېشن د نړۍ د ملکونو تر منځ د معشي تړون هغه حرکت چي د هغه په سبب يو نوی معشي نظام تخليق کړی چي هر ملک د بل ملک محتاجه وي
په اصل کښې ګلوبلايزيشن له دويم نړيوال جنګه ورسته په سياسي او معشي ژبه کښې را ګډ شو
چي بنيادي مقصد يې دا وو چي يوه داسي عالمګيره نړۍ جوړه شي چي په معشيت، سياست، تجارت، تلقاتو او کلتور کښې له يو بل سره تړلې وي
دغه مفکوره هڅه کوي چي په نوي شکل سره په انساني نړۍ کښې د ثقافت او تعلقاتو له لاري خلګ سره پيوست کړي تر څو خپلې معشي ګټې ځينې واخلي، دغه مفکوره چي په ظاهره څوني ساده او اسانه ده، په باطن کښې تر دې څو چنده پېچلې او خطرناکه ده، هغه ځکه چي د دې مفکورې څلور بنيادونه دي چي وهغه ته لږ په زيرکتيا سره وکتل شي نو موږ بيا دغه مفکوره يا نظريه يا طريقه د پسمانده ملکونو او محکوم قامونو له پاره د معشي لوټلو او تاريخي او ثقافتي دخطرې يو سبب ګرزولای شو
Internationalisation د ګلوبلايزيشن اول اساس هم دغه عالمګريت دی چي معنا او تعريف پر
يو بل د تجارتي انحصار کولو ده، معنا د نړۍ واړه ملکونه بايد داسي اړيکې ولري چي په هغه کښې د انسانانو پر يو بل باندي اډاله وي ،
که څه هم انسان ديو بل د ضرورياتو دپوره کيدلو سبب دی خو په جديد معشي جنګ کښې د Haves او Haves Not تر منځ يا په معشې توګه د پر مخ تللي او پسمانده ملکونو تر منځ چي کم تعلقات دي په هغه کښې دغه لاره له خطره خلاصه نه ده بلکه دا تر ټولو ښه طريقه ده چي ترقي يافته ملکونه د پسمانده ملکونو او محکوم قامونو وسايل لوټلای شي
Liberalisation
لېبرلايزېشن ، د ګلوبلايزيشن هغه دويم اساس دی چي بنيادي معنا او مقصد يې له تجارت او مارکيټ ځخه د حکومتي پابنديو ختم کيدل دي ،
چي په يوه معنا ډېر خطرناکه عمل دی ، اول خو له نو ابادياتي نظامه ورسته چي کم رياستونه جوړ شول په هغو کښې زيات تر رياستونه په معشي او دفاعي معنا د عالمي قوتونو تر تسلط لاندي دي، بل په هغه رياستونو کښې چي چيري کثير قامونه ميشت وي لکه پاکستان هلته خو رياست خپل هيڅ هم نه لري ، بلکه دقامونو وسائل ديو مخصوصه طبقې د ښه ژوند له پاره استعماليږي ،
درېم په داسي ناکامه رياستونو کښې هر عالمي کاروبار ګرسره د رياستي جمهوري ساخت له کنټروله بهار کول او يو مخصوصه طبقې يا ادارې په لاس ورکول د ګلوبلايزيشن پاليسي ده چي نتيجه يې د عام عوام له پاره په معشي نقصان ده
Universalisation
د ګلوبلايزېشن دريم هتيار افاقيت دی چي کار يې هغه سي نه دی لکه څنګه چي يې مقصد دی ، د دغه لفظ بنيادي مقصد او تعريف دی يکسانيت پيدا کول،
خيالات افاقي کول ، شيان عام کول، تفاوت ختمول، معنا چي هره معنا يې په زيرکتيا سره وڅېړل کيږي نو د دې اساس هم ثقافتي نقصانات شته، دلته افاقيت يا يکسانيت د انسان زاتي شای نه دی بلکه دا به هم هغه خيالات او د هغو قوتونو نظريات وي کم قوتونه چي معشي غلبه لري يا استحصال کول غواړي، چي د فکري او نفسياتي استعماريت يو شکل دی ، که څه هم دغه واړه مفکورې تر اوسه د واړه پوهانو په نظر داسي نه دي خو زموږ غوندي محکوم قامونه چي د دې ټولو تر ګزار لاندي يو بايد پو شو چي کم څه په کم نامه را سره روان دي
Westernisation
د ګلوبلايزېشن يو بل واضع او ښکاره هتيار مغربيت دی ،
دا هغه اخرنای اساس دی چي له کبله به يې ټوله نړۍ د سرمايداريت، د معشي ساخت ، جديديت او کاروباري اوصولو تر تسلط لاندي وي
دا چي دغه ټولي مفکورې د يو اوزار په توګه و يو خاص معشي، ثقافتي، تجارتي او سياسي ګټې ته کار کوي نو په دې مد کښې د دې فکر ټسل ديو قام له ادب، سياست او تر ټولو زيات له کلتور سره رازي،
هغه ځکه چي کلتور د هر قام د ژوند يو انځور وي او هغه په مادي او غير مادي شکلونو کښې له نورو قامونو بېل وي ،
کلتور په يو خاص جغرافيه کښې ديو خاص ټولني عکاسي کوي ،
هغه ټولني ته دحرکت له پاره خيالات ورکوي ، او هغه خيالات د عمل له پاره طبعي چاپېريال ته زي ،
هلته مادي تخليقات کېږي چي په نتيجه کښې پای معشي نظام ته دريږي
له دې وجي په هره ټولنه کښې خپل بېل معشي، سياسي او سماجي نفسيات زېږوي، خو بلې خواته ګلوبلايزيشن او د دغې مفکورې پيرويان غواړي چي په نړۍ کښې ثقافتي تفاوت ختم کړي، يو عالمي ثقافت را منځ ته کړي چي يکسانيت پکښې موجود وي، چي د استعماريت تر ټولو خطرناکه هربه ده
معنا دوي فکر کوي چي د نړۍ دقامونو له افهامه دخپل طبعي شناخت تصور وباسي او Cultural Homogenety پيدا کړي چي په نتيجه کښې بې د عالمګريت تر پڅول لاندي د وسائلو لوټل ډېر اسانه شي ، د دې له پاره دوي عملي کار د
Cultural Homogenisation
له لاري شروع کړی دی ،
چي بد بختانه يې پر موږ هم په شعوري او غير شعوري توګه اثرات شوي دي،پر نړيواله کچه د مختلفه تنظيمونو او کاروباري مراکزو، اينجيوګانو او تعلمي ادارو په شکل کښې درول شوې فکري تلکي چي په کم نامه هم دي ، دا بل هيڅ مقصد هم نه لري فقت د ثقافتي تفاوت دختم کيدلو او د معشي لوټ مار له پاره پيلامې دي
ګلوبلايزيشن هغه اوزار دی چي له سببه يې پر مخ تللي هېوادونه غواړي چي خپل کلتور، معشي نظام او سياسي نظريات پر محکوم قامونو يا پسمانده هېوادونو باندي ور مسلط کړي ،
د دې ټولو افکارو او نظرياتو عملي شکل موږ ته په هغه ملټي نېشنل کمپنیانو کښې ملاويږي کمې چي په بېلابيلو هېوادونو کښې خپل ښاخونه لري ،په هره ملټي نېشنل کمپنۍ کښې به ټول ورکز هلته د هغې ادارې ډيزائن شوی لباس چي په جديد مغربي ترز جوړ دی هغه به اغوندي
ګلوبلايزيشن د جديده سرمايداره نړۍ هغه پرزه ده چي د هغه په مدد سره نوی سرمايدارانه نظاه پر نورو قامونو او پر پسمانده هېوادونو د تجارت او اقتصادي اوصولو له لاري وار کولای شي
د استعماريت دغه مفکوره دجديديت له لاري هم د محکوم او پسمانده قامونو پر نفسياتو باندي واری کوي او هڅه کوي چي د هر ځای اولسي خلک له خپلو ځايي معشي وسيلو ليري وساتي او د دوي ځايي اولسي هنرونه بې ارځښته ثابت کړي ،معنا دجديديت دغه زموږ تر لباسه،خوراکه ،او د ژوند پر هر کړه وړه اثر کړی دی آن تر دې چي دخلګو معيارونه يې بدل کړي دي ، معنا که ته چيري په ولسي لهجه ژغېږې نو ته بې تهزيبه،صحرايي او جاهيله يې او که په انګريزي يا کمه بله رياستي ژبه يا خپله ژبه په داسي طريقه وايي چي پرېدي الفاظ پکښې وي نو بيا ته جديده يې ،دوي غواړي چي زموږ له زهنيته زموږ خپل هرڅه وباسي نو ځکه هڅه کوي چي موږ د دوي د مارکيټ دشيانو نمونه د دوي په څېر زده کړو ،زموږ اولسي تخليقات،دنر او ښځې ادبيات ،ټولنيز ريوايات ،د خلګو د وحدت وسیلې ،هر هغه څه چي عام خلګ له خپلې جغرافيې او خپلو خلکو سره تړي او هغه خيالات چي په موږ کښې دخپل طبعي حالاتو له اثره ژيږي هغه را پکي ختم کړي او زموږ فکرونه های جېک کړي
د دې کار له پاره دوی مختلف اوزار او طريقې استعمالوي
دمثال په توګه ،نشرعات ،جديده ايفز،د فلمونو هېروز، د دوي موسیقي ،د دوي آرټز،شاعري او نور هم داسي بلها شيان شته چي هغه بطور هتيار د محکوم قامونو خلاف استعماليږي
د دوي دخپلو معشي ګټو له پاره خپله ژبه دنړۍ د مارکيټ،تعلقاتو او علم ژبه جوړه کړله او بيا يې هغه تر حد زياته پرپيګېټ کړله چي دبې ځايه يې دخلګو ضرورت جوړه کړي چي اوس خلګ له انګرېزۍ زده کولو پرته خپل علم نا مکمل بولي
ياده دي وي چي زه دجديديت مخالف نه يم،خو ديوې خاص طبقې يا استعمار هر هغه کار مخالف يم چي هغه دنورو انسانانو د استحصال سبب جوړيږي هغه که مزهبي وي، معشي وي، ثقافتي وي، ژبني وي، سياسي وي يا سماجي وي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه