ويب ډیسک
د جمهوري نظام د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د پاکستان د ملی امنیت شورا له پرېکړې وروسته ویلي، نوی ۲۰۲۳ کال ښایي د افغانستان او سیمې لپاره ناخوښې پايلې ولري چې مخه یې باید ونیول شي.
ښاغلی محب وايي، پاکستان د ۲۰۲۲ کال په وروستیو شېبو کې دې پايلې ته ورسېده چې افغانستان کې د پاکستاني طالبانو په نښه کولو حق لري، خو طالبانو او پاکستان ترمنځ دا ښکاره تقابل د دواړو خواوو په ګټه دی او پر افغانستان به بدې اغېزې ولري.
څو ورځې وړاندې پاکستان پرته له دې چې په مستقیم ډول د افغانستان نوم واخلي، وویل هېڅ هېواد اجازه نه لري د “ترهګرو” لپاره پټن ځايونه او اسانتياوې برابرې کړي او پاکستان په دې برخه کې د خپلو خلکو د ساتنې لپاره حق محفوظ ګڼي او د هر ډول تاوتريخوالي پر وړاندې به په خپل ټول قوت سره مقابله وکړي.
د ښاغلي محب په وینا، پاکستان په دې کړنو سره هڅه کوي د خلکو پام د پاکستان او طالبانو تر منځ د ژورو او پراخو اړیکو نه بل لور ته واړوي. پاکستان سره د طالبانو مخالفت طالبانو ته دا جبهه ورکوي چې مخالفې ډلې، افراد او د ولس خواخوږی خپل کړي.
په دې وروستیو کې پاکستان پر طالبانو تور پورې کړی چې پاکستاني طالبانو ته یې په افغانستان کې ځای ورکړی. د ۲۰۲۲ کال په لومړیو کې د پاکستان پوځي الوتکو په افغانستان کې دننه بمباري وکړه او وېې ویل چې د پاکستاني طالبانو تحریک غړي یې په نښه کړي دي.
ښاغلی محب زیاته کړې، د پاکستان پوځ لخوا د پاکستاني طالبانو په نښه کول یو کمزوری کار ؤ، ځکه امکان ؤ چې طالبانو ورسره د پردې تر شا همکاري کړې وای خو زه په دې باور یم چې ددې پېښې ښکاره کول د پاکستاني پوځ د ستراتیژیک هدف یوه برخه وه.
پاکستان چې د افغان طالبانو ملاتړکوونکی بلل کېږي او د جمهوریت په سقوط کې يې طالبانو سره پوره همکاري کړی، داسې راپورونه او څرګندونې خپروي چې ګواکې په افغانستان کې طالبان د دوی خبره نه مني او له دوی ناهیلې شوې دي.
د ښاغلي محب په وینا، پاکستان په دې تمه ؤ، چې د افغانستان په ادغامولو او تر مرکزي آسیا لاسرسي موندلو کې به بریالی شي او خپل اقتصاد به باوري کړي، خو دا کار د ځینو دلایلو له امله په سم ډول ترسره نه شو. د ښاغلي محب په نظر لومړی دلیل یې د هیواد د نیولو لپاره د پاکستان ټینګار و چې د یوه باثباته سیاسي انتقال په رامنځته کولو کې ناکام شو، د لویدیځ له لورې پرې بندیزونه وضع شول او اقتصاد محوره ستراتیژي یې ماته شوه.
ښاغلی حمدالله محب وايي د پاکستان لپاره وروستۍ لوبه دا ده چې د افغانستان پښتون مېشتې سیمې په خپلو نویو قبایلي سیمو بدلې کړي او دوی د پاکستاني طالبانو په پلمه د خیبرپښتونخوا قبایلې سیمې په همدې ستراتیژۍ ونیولې.
نوموړی د لویدیځو هېوادونو په اړه وایي چې ښایي په ستونزمنه سیمه کې د ستونزې د کابو کولو لپاره په چوپه خوله د پاکستان د دې ستراتيژۍ ملاتړ او ورسره خواخوږي وکړي او پاکستان به هڅه کوي چې له دې خواخوږۍ د خپل جنګ د لګښت لپاره پيسې را نغدې کړي.
د ملي امنیت د پخواني سلاکار په وینا دا ستراتیژي ښایي د هغو سیمهيیزو قوتونو ملاتړ هم ترلاسه کړي چې ټول له نړیوالې نیوکې پرته په افغانستان کې دننه، په آزادانه ډول د خپل دښمن په نښه کول غواړي.
ښاغلی محب زیاتوي که دا سناریو عملي شي، نو سیمه به زیانمنه شي، خو هر هېواد ښایي هڅه وکړي چې په افغانستان کې د نیابتي ډلو ملاتړ او په دې “کنترول شوې ګډوډۍ” کې د خپلو خطرونو کمولو هڅه وکړي.
د نوموړي په وینا دا په دې معنی ده چې د افغانانو ستونزې به دوام کوي، خو د یوې بلې اوږدې جګړې مخه باید ونیول شي.
تېره ورځ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د پاکستان د ملي امنیت شورا د څرګندونو په غبرګون کې ویلي ؤ، د پاکستان اوسنی حالت او نا امني تر ډېره د پاکستان د خپلو پالیسیو پایله ده.
پاکستان په دې وروستيو کې د تحريک طالبان پاکستان په څېر د ډلو له اړخه د خپل هېواد د امنيت لپاره خورا اندېښمن دی.
د دغه هېواد د کورنيو چارو وزير رانا ثناءالله تازه له طالبانو غوښتي چې د افغانستان خاوره کې د تحريک طالبان پاکستان (TTP) پټن ځايونه له منځه يوسي او د دې کار د نه ترسره کېدو په صورت کې اسلام اباد خپل حق ګڼي چې افغانستان کې دغه پټن ځايونه په نښه کړي.
له دې وړاندې د جمهوريت پر مهال افغانستان او د امريکا په شمول ځينو هېوادونو تل د افغان طالبانو لپاره د پټن ځايونو په برابرولو کې پاکستان تورن کړی ؤ.


