دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهموږ به د خپلو ورونو غچ اخلو

موږ به د خپلو ورونو غچ اخلو

ويب ډیسک

د کابل د امنيت پخواني عمومي مسؤل جنرال سمیع سادات د طالبانو لخوا د جمهوري نظام د يوه جنرال او د پوليسو يوه غړي د وژل کېدو غبرګون کې ويلي، موږ به د خپلو ورونو غچ اخلو.

د راپورونو له مخې د محمد ابراهيم جانباز په نوم د افغانستان د ملي اردو يو قومندان چې طالبانو سره بندي ؤ، له سختې ربړونې وروسته ساه ورکړې او مړی يې کورنۍ ته سپارل شوی.

په ورته وخت کې طالبانو تېره ورځ د بغلان ولايت شهر جديد کې د محمد هاشم په نوم د جمهوري نظام يو پوليس هم په عام مظهر کې په دار ځړولی دی.

ښاغلی سادات وايي، پر بدن د ربړونې نښې ډېرې روښانه وي او دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د افغانستان د جمهوري نظام امنیتي ځواکونو سرتېري ربړوي او یا يې هم وژني.

که څه هم طالبانو عمومي عفوه اعلان کړې، خو وروستيو کړنو ته يې په کتو سره ډېری ادعا کوي چې د طالبانو د ژمنو او کړنو ترمنځ ډېر توپېر موجود دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه