سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونها،ا،ا د نابینا نجونو د ځانګړي لیک لوست «بریل لیک» ټولګی هم...

ا،ا،ا د نابینا نجونو د ځانګړي لیک لوست «بریل لیک» ټولګی هم بند کړي دي

ويب ډیسک

د جنورۍ څلورمه چې د نابینایانو یا ړندو له پاره د ځانګړي لیک او لوست «بریل لیک» له نړیوالې ورځې سره برابره ده، خو طالبانو په افغانستان کې د نجونو له پاره د دې لیک زده کړه بنده کړې ده.

په افغانستان کې چې له تیرو څو کلونو راهیسې د نابینایانو یا ړندو له پاره د ځانګړي لیک لوست یا بریل لیک زده کړې ځانکړي مرکزونه او سواد زده کړې کورسونه جوړ شوي وو او په سلګونو زده کوونکي یې لرل، تازه طالبانو دغه مرکزونو ته د نابینا نجونو پر تګ او زده کړه هم بندیز لګولی دی.

د نابینایانو له پاره د بریل لیک مرکزونه او ټولګي د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ملګروملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ په مالي ملاتړ پرانیستل شوي وو، خو طالبانو دا مرکزونه یو په بل پسې بند کړل.

په ننګرهار کې د نابینایانو د ټولنې مشر فضل غني بشردوست دویچه ویله ته وویل چې د دوی شاخوا ۴۵ نابینا زده کوونکې له زده کړو منع شوې دي او شل نورې چې د اووه او اته کلونو شاوخوا دي، په زده کړو بوختې دي خو هیله لري چې طالبان یې مرکز ونه تړي.

طالبانو له دې وړاندې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه هم بند کړي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه