ويب ډیسک
ملګري ملتونه وايي، په مرستندويه بنسټونو کې د ښځو پر کار بنديز د ټولو افغانانو لپاره ګواښوونکې پايلې لري.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکې ادارې (اوچا) ويلي، طالبانو په داسې حال کې په غير دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بنديز لګولی چې افغانستان د قحطۍ، اقتصادي کړکېچ، بې وزلۍ او يخ ژمي سره مخ دی.
اوچا وايي، اوسمهال ۲۸ ميليونه افغانان د ژوند د دوام لپاره مرستو ته اړ دي.
ملګرو ملتونو له دې وړاندې هم پر افغان ښځو د تحصيل او کار بنديز په غبرګون کې خپله ژوره خواشيني ښودلې وه او ويلي يې ؤ، دغه اقدامات د بشري حقونو نقض دی او بايد لغوه شي.


