دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبان نه په دین پوهېږي نه په حکومت

طالبان نه په دین پوهېږي نه په حکومت

ويب ډیسک

د جمهوري نظام د مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی وايي، طالبان نه په دین پوهېږي نه په حکومت او “دوی نه شي کولای چې ملت په افراط او تفریط، تاوتریخوالي، تکبر، بې وزلۍ او جهالت کې وساتي.”

ښاغلي ستانګزي د طالبانو له لوري د ښځو سپکاوی شرم بللی او ویلي یې دي چې، افغانستان اوس شل کاله پخوانی افغانستان نه دی.

نوموړي طالبانو ته په خطاب کې ویلي چې د خدای له عضب او د ولس له قهره ووېرېږئ او زیاته کړې یې ده چې خلکو ته د خدمت کولو په پرتله جنګ اسانه دی.

د جمهوري نظام دغه جګپوړي چارواکي پاکستان په افغانستان او سیمه کې د ناورین مسؤل هم بللی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پر ښځو او نجونو د مخکينيو محدوديتونو سربېره، په خپلې تازه پرېکړې سره په ټولو پوهنتونونو کې پر تحصيل او په کورنيو او بهرنيو نادولتي مؤسسو کې پر کار بنديز لګولی دی چې په کور دننه او بهر یې سخت غبرګونونه راپارولي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه