ويب ډیسک
د طالبانو لخوا په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بنديز له پرېکړې وروسته د ژغورنې نړیوالې کمیټې (IRC) افغانستان کې خپل پروګرامونه وځنډول او دا چاره یې د خواشینۍ وړ وبلله.
دغه کمیټه وايي، دا مهال د ۳ زره ښځو په ګډون څه باندې ۸ زره کارکوونکي په بېړنيو حالاتو، ښوونې او روزنې، روغتيا او نورو برخو کې د ميليونونو کسانو لپاره په کار بوخت دي، چې له ښځينه کارکوونکو پرته ناشوني ده.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د اقتصاد وزارت – افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورین سره – په کورنیو او بهرنیو نادولتي ادارو کې د ښځو او نجونو پر کار بندیز ولګاوه.
د ژغورنې نړیوالې کمیټې ویلي چې د افغان ښځو او نجونو پر زدهکړو او کار بندیز به د افغانستان پر اوسني او راتلونکي وضعیت اغېز ولري.
په ورته وخت کې د ماشومانو د ساتنې اداره (Save the Children)، د ناروې د کډوالو شورا (Norwegian Refugee Council) او د پاملرنې موسسې (CARE) په ګډون یو شمېر نورو موسسو افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.


