سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پښتونخوا مېپ درې ایالتي ټاکنیزې غونډې ترسره شوې

د پښتونخوا مېپ درې ایالتي ټاکنیزې غونډې ترسره شوې

پښتو جرنل

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د دریو ایالتونو خیبر پښتونخوا ، سیند او پنجاب جلا جلا ټاکنیزې غونډې د کوټې د سائنس پوهنځي کې ترسره شوې په یاد غونډو کې ایالتي کابينه او اجرایه غړي وټاکل شول
داکټر محمد علي د خیبر پښتونخوا ایالت مشر او میرکلام وزیر دوم لویه مشر وټاکل شو له دې سره سم اصغر خان دوم مشر ،هارون خان ایډوکیټ ایالتي عمومي سیکرټري وټاکل شو.

سلیم خان ترین د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیند لومړی مشر او سکندر یوسفزی دوم لویه مشر ، سید غفور آغا دوم مشر او صابرین خان چغرزی عمومي سیکرټري وټاکل شو.

همداسې سید جانان خان د پنجاب ایالت مشر ، ایمل خان ایډوکیټ دوم لوی مشر ، حکیم خان حريفال دوم مشر او خالق داد وطنپال د ایالتي ګوند عمومي سیکرټري وټاکل شو.
یاد دې وي چې ټاکنونه وروسته د یاد ګوند مشر محمود خان اڅکزي ټاکل شوي غړو نه سوګند واخیسته.
د یاد ګوند له سبا نه دوه ورځني مرکزي ووم کانګرس د کوټې د سائنس پوهنځی په لوبغالي کې پیلېږي په یاد کانګرس کې به د ګوند نوې تګلاره ټاکل کيږي او له دې سره سم د ګوند مرکزي غړي مرکزي کميټي ټاکل کيږي او له دې سره سم د بلوچستان ایالتي ګوند کابینه به هم ټاکل کيږي. خو بلې لور ته د ګوند بلې ډلې په ۲۷ او ۲۸ دسمبر مرکزي کانګرس رابللی .

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه