ويب ډیسک
د ارجنټاين ملي لوبډلې د فوټبال نړیوال جام پایلوبه کې فرانسې ته ماتې ورکړه او دریم ځل لپاره یې نړیوال جام وګاټه.
د دغه لوبې ټاکل شوي ۹۰ دقیقې ۲-۲ مساوي پایته ورسېدې خو د پایلې معلومېدو لپاره یاده سیالۍ ۳۰ دقیقې نوره وغزېده چې بیا هم ۳-۳ مساوي شوه او د پېنالټۍ پړاو کې ارجنټاين وتوانېده چې ۴-۲ له فرانسې مخکې شي.
دا په داسې حال کې ده چې ارجنټاين فوټبال ملي لوبډلې له دې وړاندې هم دوه ځلې نړیوال جام ګټلی دی.
#FifaWorldcup2022Qatar


