سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکندهار ولایت کې د نصیر میرزايي په نوم یوه پخواني سیمه ییز...

کندهار ولایت کې د نصیر میرزايي په نوم یوه پخواني سیمه ییز خبریال «ځان وژنه» کړې ده.

ويب ډیسک

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په کندهار ولایت کې د نصیر میرزايي په نوم یوه پخواني سیمه ییز خبریال «ځان وژنه» کړې ده.
یاد مرکز د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۱۸ (لېندۍ ۲۷) په یوې اعلامیې کې ویلي چې تر دا مهاله د یاد خبریال د «ځان وژنې» لامل نه دی روښانه شوی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د یاد خبریال پر مړینې خواشني ښودلې ده.
نصیر میرزايي په کندهار ولایت کې د «زما» او نړۍ» په نوم راډیوګانو سره د خبریال په توګه کار کړی و.
پر همدې مهال په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نی) هم د یاد خبریال پر مړینې خوشیني ښودلې او په کندهار کې د طالبانو له سیمه ییزو مسؤلینو څخه پدې اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده.
د راپورنو له مخې طالب چارواکو د یاد خبریال د «ځان وژنې» لامل کورنۍ ستونزې یادې کړي دي.
خو نی ویلي چې د نصیر میرزايي د مرګ د لامل معلومېدو لپاره لازمه ده چې «طب عدلي» او نور اړوند بنسټونه د خپلو څېړنو پایلې په رسمي ډول اعلان کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه