دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپښتانه او مذهب

پښتانه او مذهب

لیکنه : نور سعید اپریدی

مانه اکثر ملګري دا تپوس کوي چې د اسلام نه وړاندې پښتانه په کوم مذهب پاتې شوي دي ؟
نو زه کوشش کوم چې د يو زده کوونکي په حيث سره ځواب ورکړم ـ خو دا ځواب به مکمل نه وي ځکه چې دا يو داسې موضوع ده چې ډېر تفصيل غواړي او دومره مدلل بحث زه دلته نه شم کولے ـ

هغه پوهان چې پښتانه د بني اسرائيلو پورې تړي نو پښتانه د اسلام نه وړاندې په ابراهيمي مذهب باندې بولي ـ خو زمونږ داسې پوهان هم شته چې چې يو اړخ ته پښتانه ارين ګڼي نو بل اړخ ته پښتانه د اسلام نه وړاندې په ابراهيمي مذهب باندې ګڼي خو څه ثبوت ورسره نشته او بس دومره واٸي چې زما په نظر پښتانه په ابراهيمي مذهب باندې وو ـ
کله چې مستشرقينو په مشرقي ژبو باندې کار شروع کړو نو هغوې د سنسکريت او اوستا سره په پښتو ژبه باندې هم کار وکړو او پوهان دې نتيجې ته ورسيدل چې پښتو خو د سنسکريت او اوستا سره نزديکت لري نه چې د عبراني ژبو سره ـ بيا چې د دې نه پس په رګويد او اوستا کښې د پښتنو نومونه د دوي د جغرافيه نومونه په څرګند ډول وموندل شول نو دا ثابته شوه چې يو اړخ ته د پښتنو ژبه پښتو د اوستا او رګويد ژبې ته نيژدو ده نو بل اړخ ته د پښتنو نومونه او جغرافيه هم د دې رګويد او اوستا ټاټوبے دے ـ بل د پښتنو نوم د هيروډوټس په ليکنو کښې هم مونږ وليدل ـ کله چې مونږ پښتانه په رګويد او اوستا کښې ګورو نو مونږ څنګه اوايو چې پښتانه ابراهيمي مذهب باندې د اسلام نه وړاندې پاتې شوي دي ـ زمونږ د پښتنو نيکونه وو که په زردشتي يا ويدي يا بدهي مذهب باندې پاتې شوي دي نو دا څه د شرم خبره نه ده ځکه د اسلام نه اول عرب هم بدهـ پرست پاتې شوي دي او چې د اسلام غوندې سپيځلے مذهب پرې راغے نو مسلمانان شو ـ داسې زمونږ مشران يا نيکونه به هم په مختلفو مذهبونو باندې پاتې شوي وي او چې د اسلام په شان سپيځلے مذهب پرې راغلے دے نو د زړه نه ٸې قبول کړے دے ـ
لکه چې مونږ ګورو چې پښتانه يوه ساره شجره لري او د پوهانو په خيال باندې په دنيا کښې دومره ستره شجره د يو قوم هم نشته لکه چې څومره د پښتنو ده ـ ما په خورشيد جهان نومې کتاب کښې لوستو چې پښتانه کله د هندوکش خواشا کښې ډېر شولو او خپلو کښې ٸې ژوند تيريدل ګران شو۔ نو په درۍ قبيلو کښې تقسيم شو ـ خو دوه قبيلې ٸې د جمشيد اولاد ښاٸي۔ او هم دا زاړه پښتانه پکښې ښودلے شي لکه کرلاڼي او متوازي ـ که مونږ وګورو۔ چې د څلورو پينځو زرو کالو راسې پښتانه د هندوکش او کوه سليمان او آمو او اباسين په ځنډو کښې اوسي نو د دوٸ به څه مذهب ضرور وو ـ خو زمونږ پوهان په تاريخ او مذهب کښې فرق نه شي کولے او هر ځاے پښتانه پاک او د اسلام نه وړاندې ٸې اسلامي ښودل غواړي او ثابتوي ـ چې چرته۔ د پښتنو په خاوره اثار وموندلے شي نو څوک ٸې د هندووانو څوک ٸې د بدهمت او څوک ٸې د زردشتيانو پورې وتړي او پښتانه تش شکور ته کينوي ـ خو دا هم ګڼي چې پښتانه د پينځو زرو کالو راسې د هندوکش په خواشا کښې اوسيږي ـ کله چې مونږ دا منو چې پښتانه د پينځو زرو کالو راسې په دې هندوکش او کوه سليمان خواشا کښې ژوند کوي نو دا به هم منو چې دا اثار يعني اثار قديمه چې کوم اوى وخت کښې پوهان د زمکو نه راوباسي او په تيګو باندې کوم څه ليکلي شوي دي نو دا ټول زمونږ د پښتنو دي نه چې د بل چا دي ـ که د بل چا دي نو هغه بل څوک څه شوو ؟ چرته لاړلو ؟ د هغوي ژبه څه شوه ؟ دود دستور ٸې چا اوخواړو ؟
چې مونږ کله د پښتنو په خاوره کښې دغه اثار ډبرليکونه ګورو نو مونږ دا وٸيلے شو چې پښتانه به څه وخت کښې په ويدي مذهب پاتې شوي وي خو داسې نه ده چې ټولو پښتنو به دا مذهب خپل کړے وي بلکښې څه قبيلو به خپل کړے وي خو د وخت سره به يې پريښودے وي او هغه ځکه چې پرې بل مذهب به راغلے وي لکه زردشتي او داسې زردشتي به ٸې د بدهي مذهب دپاره پريوښودے وي او چې کله اسلام راغلے دے نو دا ټول مذهبونه به يې يو خواته کړے وي او سپيځلے مذهب اسلام ٸې قبول کړے دے ـ خو دا هم يو خبره ده چې ټول په ټوله پښتانه مسلمان شوي نه دي چې کوم پښتانه مسلمان شوي دي نو هغه خو هم په دې خاوره پاتې شوي دي خو چې کومو پښتنو اسلام نه دے قبول کړے نو هغوي د دې خاورې نه هجرت کړے دے څوک د هندوستان په لور لاړ دي او هلته ٸې د نورو قومونو سره خپله پيژندګلو يعني ژبه دود دستور او نور څيزونه پيخي باٸيللي دي ـ
او څوک هم دلته پاتې شوي دي خو چې اسلام ٸې نه دے راوړے نو مونږ د پښتون ولې د داٸرې نه وٸستے دے ـ

پښتون قوم چې د عربو نه نه دے راغلے نو بيا چرته د اسمان نه خو نه دے راغوځيدلے چې په دومره غټ شمير کښې په دې غرونو کښې پروت دے ـ زمونږ ځنۍ علامه ګان واٸي چې پښتانه د ترکو نه راغلي دي خو څه ثبوت ورسره شته نه ـ خو د دې خاورې۔ اولاد چې ثابتيږي او د دې خاورې لرغونے۔ بچے د ثابتيدو دپاره زمونږ سره رګويد اوستا هسټوريا۔ او داسې د يونانيانو او چينيانو ليکنې دي چې دا ښاٸي چې دا پښتانه د ډېر وخت نه هم په دې غرونو کښې ژوند کوي۔ ـ او په دې غرونو کښې چې کوم مذهبونه پاتې دي او مونږ سره ٸې چې اثار اوس وخت کښې راوځي نو هغه ويدي مذهب ، زردشتي ، بدهي ـ چې۔ اثار مونږ سره د دې درۍ مذهبونو راوځي۔ نو مونږ دا وٸيلے شو چې۔ پښتانه به په دې مذهبونو پاتې وي خو چې د اسلام غوندې سپيځلے مذهب راغلے دے نو پښتنو ورته پخواني مذهبونه پريښودي دي او اسلام ٸې ښه د زړه نه قبول کړے دے ـ

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه