دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهحکمتيار وايي په ده یو لړ امتیازات بند شوي دي.

حکمتيار وايي په ده یو لړ امتیازات بند شوي دي.

ويب ډیسک

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت له حکومت څخه یې ملاتړ کړی، خو وايي چې یو لړ امتیازات پرې بند شوي دي.
د حزب اسلامي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار وايي، د تیر ۱۶ میاشتو راپدېخوا د حزب اسلامي دفتر دمامورینو او کار کوونکو حقوق او معاشت چې د تیر حکومت لخوا ورکول کېده نه دي ورکړل شوي.
ښاغلي حکمتیار پرون جمعه ډسمبر نهمه (لېندۍ ۱۸) پخپل جومات کې د جمعې لمانځه خطبې پرمهال ویلي چې د تیرو اتو میاشتو راپدېخوا یې د دفتر، جومات او تلویزیون برښنا هم قطعه شوې ده.
هغه زیاته کړې چې د برښنا لګښت یې هم د تیر حکومت لخوا ورکول کېده.
نوموړي زیاته کړې چې د برښنا قطعه کېدو له امله د هغه ددفتر شاوخوا امنیتي کمرې هم بندې شوي دي.
د حزب اسلامي مشر همدارنګه زیاته کړې چې د طالبانو حکومت د نوموړي د فتر د امنیت ټینګولو لپاره لس امنیتي کسان ورکړي چې په خبره یې اعاشه یې دی خپله ورکوي او د امنیت په ټینګښت کې هم رول په هیڅ حساب دی.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د نوموړي دفتر ته ژندې پر «ایمان» جومات برید کې یو تن ووژل شو او څو تنه ټپیان شول.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د تیرې جمعې ورځې خطبه کې همدرانګه ویلي چې د حزب اسلامي اړوند پوهنتون هم د طالبانو حکومت لخوا بند شوی دی. هغه یاد پوهنتون د هیواد له معیاري او سابقه لروونکو پوهنتونونو څخه بللی دی.
د طالبانو حکومت تر دا مهاله د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه