سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان وايي :ترهګري د افغانستان او سيمې سوله او ثبات ګواښي.

پاکستان وايي :ترهګري د افغانستان او سيمې سوله او ثبات ګواښي.

ويب ډیسک

وروسته له هغې چې، داعش کابل کې د پاکستان پر سفارت د بريد پړه ومنله، د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وايي، چې موږ په خپلواک ډول او د افغانستان له چارواکو سره په مشورې د دې راپورونو د روڼتيا په ارزونې بوخت یؤ.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په يوې خبرپاڼه کې ويلي، ترهګري د افغانستان او سيمې سوله او ثبات ګواښي.

خبرپاڼه کې راغلي، پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې برخه کې په خپلې ژمنې ولاړ دی.

تېره جمعه د ډسمبر دويمه کابل کې د پاکستان پر سفارت بريد وشو، چې په پايله کې د دغه سفارت يو ساتونکی ټپي شو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه