ويب ډیسک
ډاکتر ناکامورا د ۲۰۰۸ زېږديز کال نه مخکې افغانستان کې د روغتيا برخه کې کار کوه، خو کله چې یې جاپانی ملګری او د ننګرهار د دره نور او ښېوې څېړنيز مسول انجنير ايتو ۲۰۰۸ کال کې په ښېوه کې د نامالومه وسلهوالو لخوا ووژل شو، نو ناکامورا د کوز کونړ ولسوالۍ د کرنې برخه کې د (PMS) موسسې بنسټ کېښود څو د انجنير ايتو نيمګړي ارمانونه پوره کړي.
ناکامورا په خپل شخصي لګښت پنځه ويشت نيم کيلومتره کانال جوړ کړ، ياد کانال ته يې د خلکو په خوښه د (آب مرواريد) نوم ورکړ، دغه کانال د کنړ له سينده اوبه اخلي چې درې زره هکتاره ځمکه خړوبوي.
د (PMS) ځمکه کې د ناکامورا لخوا يو ستر تفريحي پارک هم جوړ شو، چې اوسمهال د سيلانيانو پرمخ پرانيستی دی.
ناکامورا د خپلو مشاورينو په مشوره دغه سيمه کې يوه ستره دیني مدرسه هم په لس جريبه ځمکه کې جوړه کړه چې دمګړی په کې په سلهاوو ماشومان ديني زده کړې کوي.
هغه ځمکې چې د کنړ سيند ګواښلې ناکامورا ورته استنادي دېوالونه ودرول، د سيند په امتداد کې يې د ښېوې، شګې، ميرانو، کامه اول، کامه دوم، او قاسم اباد سربندونه په بنسټيز ډول ورغول.
ناکامورا جاپان کې د افغانانو لپاره په چنده پېسې راټولولې او هغه يې بيا د افغانستان په رغنيزو چارو لګولې.
د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام ولسمشر محمد اشرف غني نوموړي ته د همدې خدمتونو له امله د افغانستان تابعيت ورکړ او ده ته يې په خپلو لاسونو د افغانستان برښنايي پېژندپاڼه وسپارله.
دغه ستر او جاپانيالاصله افغان د افغانستان په ختيځ ننګرهار کې د اوبو مدیريت، کرنې او پراختيا برخو کې نږدې پنځلس کاله کار وکړ او بالاخره د ۲۰۱۹ کال د ډیسمبر په ۴مه سهار مهال د نامالومه وسله والو لخوا د افغانستان جلال اباد ښار په زړه کې له خپلو پنځو همکارانو سره په ډزو ووژل شو.
د ناکامورا جسد په کابل نړیوال هوايي ډګر کې د ولسمشرغني او نورو افغان چارواکو په ګډون سره له ځانګړو مراسمو وروسته جاپان ته ولېږودل شو.
دې مراسمو کې په کابل کې د جاپان د سفیر سربېره د هغه مېرمنې، لور او دوستانو هم ګډون کړی و.
ولسمشرغني دې مراسمو ته په وینا کې وویل:”ډاکټر صېب ناکامورا هغه ستر شخصیت ؤ، چې خپل ټول ژوند یې د افغانستان د ولس د ښېګڼې، د محرومو اقشارو د قوي کولو او د دې وطن د ابادولو لپاره وقف کړ”.


